ګوندونو او ځينو کسانو د ټاکنو بهیر برمته کړی
د ولسي جرګې یو شمېر کاندیدان او ځوانان، ځینې ګوندونه د ټاکنو د بهیر په برمته کولو تورنوي او وايي، د ټاکنو پایلې چې د سیاسي جوړجاړي بڼه ولري، دوی ته د منلو وړ نه دي.
د ولسي جرګې د یو شمېر کاندیدانو په ګډون، سلګونه ځوانانو په کابل کې د جوړې شوې غونډې پر مهال وویل، که د ټاکنو پایلې د سیاسي تفاهم بڼه غوره کړي دوی ته د منلو وړ نه دي.
دوی وايي، روان وضعیت ښيي چې یو شمېر سیاسي کسان او ګوندونه غواړي چې د خپلو شخصي غوښتنو د پوره کولو لپاره د ټاکنو بهیر وځنډوي.
0 نظرونه