پوهېږئ د اسونو نيکونه څنګه ول؟
د وخت په تېرېدو شاید د انسانانو تر څنګ د حیواناتو په فزیکي وجود کې هم بدلون راغلی وي. روښانه ده چې د پخوانۍ زمانې انسانان نسبت اوس ته دنګ، قوي او هډور و، همداسې یو شمېر حیوانات هم دي.
تازه په سایبریا کې د ۴۰ زره کلونو پخواني اس اسکلیټ موندل شوی چې دا ترې جوتېږي، د نن له اسونو سره ډېر توپیر لري.
اوس د اس پر دې اسکليټ څېړنې روانې دي او لومړی جاپان ته لېږل شوی چې مالومه شي، دا اسونه څه ډول و او له اوسنیو سره یې توپیر په څه کې دی، ولې نابود شوي او له کوم نسل سره اړیکه لري؟
0 نظرونه