امیتاب او جېکې چن په "سترګو" کې راڅرګندېږي
د جېکي چن او امیتاب بچن مینهوالو ته ښه خبر دا دی چې دا دواړه ستوري به ډېر ژر په یوه فلم کې یو ځای سره را ښکاره شي.
۷۵ کلن امیتاب او ۶۴ کلن چن به په بالیووډ کې سره یو ځای کار وکړي.
دا لومړی ځل دی چې دا دواړه مشهور ستوري سره یو ځای په یوه فلم کې لوبېږي.
دا فلم آنکھیں یا سترګې نومېږي او ویل کېږي چې له دې دواړو پرته به په دې فلم کې سشانت سنګ راجپوت او وکې کوشل هم کار وکړي.
تر اوسه د دې خبر رسمي تصدیق نه دی شوی.
0 نظرونه