افغانستان له قزاقستانه غنم اخلي
تمه ده چې سبا یو افغان پلاوی د غنمو د اخيستو لپاره قزاقستان ته ولاړ شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، د غنمو له پېرلو هدف د هغو خلکو د اړتیاوو پوره کول دي چې د وچکالي له کبله له لوږې سره مخ دي.
دی وايي، د غنمو له واردولو سره به ژرندې بېرته فعالې او ورسره به خلکو ته د کار ډېرې زمینې هم برابرې شي.
تر دې وړاندې افغانستان د اړتیا وړ ډېر غله جات له پاکستانه ورادول، خو اوس يې ډېره تکیه پر قزاقستان ده.
0 نظرونه