د کروشیا ولسمشره د اړیکو د دوام ډاډ ورکوي
د کروشيا ولسمشره وايي، هېواد به یې له افغانستان سره په اقتصادي، روغتیایي، ټولنیزو، انکشافي او فرهنګي برخو کې همکاریو ته ادامه ورکړي.
له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ولسمشرې مېرمن کولیندا ګرابار کیتارویچ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د افغانانو په رهبري او مالکیت د سولې، اوربند، ترهګرۍ ضد مبارزې، راتلونکيو ټاکنو او نورو برخو کې د مرستې او همکاري ډاډ ورکړ.
0 نظرونه