سیدشاه سقیم د سیمهییزو ارګانونو د خپرونو نوی رییس شو
د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، سیدشاه سقیم د دې ادارې د خپرونو د نوي رییس په توګه ټاکل شوی دی.
یادې ادارې سرخط ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې لیکلي،" ښاغلی سیدشاه سقیم د سید احمدشاه زوی، د سیمهییزو ارګانونو د ۱۳۹۷/۵/۶نېټې د ۲۷۰ شمېرې وړاندیز او د ولسمشر د ۱۳۹۷/۶/۳ نېټې د ۱۰۲۱شمېرې حکم په اساس، په دویم بست، د سیمهییزو ارګانونو د عامه پوهاوی او خپرونو رییس وټاکل شو. "
د ویلو ده چې سیدشاه سقیم لوړې زدهکړې، په رسنیز ډګر کې کړي او اوږده تجربه او پراخ لاس لري.
0 نظرونه