ډاکټر محب د اتمر تشه ډکوي
د ملي امنیت نوی سلاکار حمدالله محب پرون د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د دې ادارې کارکوونکیو ته ور وپېژندل شو.
د هغه د معرفت په غونډه کې ولسمشر وویل، افغانستان له ځینو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره عمده سټراټېژیکې او امنیتي اړیکې لري او د دې اړیکو مدیریت د ملي امنیت شورا له اساسي دندو دي او په امنیتي برخه کې د نړيوالې او سیمهییزې اجماع مدیریت هم د دې بنسټ دندې دي.
ولسمشر، اتمر د خپل دوست او دوامداره همکار په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه، استعفا منل یې ورته سخت و، مګر د هېواد د ملي ګټو په خاطر یې باید دا پرېکړه کړې وای.
په ورته وخت کې د ملي امنیت نوي سلاکار حمد الله محب وویل، هڅه به وکړي چې خپل مسوولیت په سم ډول تر سره وکړي.
هغه د ملي امنیت شورا کارکوونکيو ته ډاډ ورکړ چې خپلې دندې د پخوا په شان پر مخ یوسي او د هغوی په همکاري به د دې ادارې چارې لا پیاوړې شي.
0 نظرونه