هوايي ځواک ٩٧ کلن شو
د هېواد هوايي ځواک اووهنوي کلن شو.
د دې ځواک بنسټ غازي امان الله ايښی و، خو کورنیو جګړو نېست نابود کړ او اوس یې یو ځل بیا د جوړېدو لپاره هلې ځلې روانې دي.
د ملي دفاع وزارت د وسلهوال پوځ لوی درستيز ډګر جنرال محمد شريف يفتلي وايي، هوايي ځواک تر کورنيو جګړو مخکې د سيمې په کچه پياوړی هوايي ځواک و.
لوی درستيز، هوايي ځواک د ملي اردو او ملي پوځ د ملا تير ياد کړ او ويې ويل چې دا ځواک اوس پرمختللې پوځي چورلکې او الوتکې لري.
0 نظرونه