سني لېون پر ناسکه لور مينه ده
د بالیووډ ښکلې ستورې سنيلېون وايي، د سېنما ښکلې ډالۍ ورته د دې لور نشا ده.
له یوه هندي وېبسایټ سره په مرکه کې سنيلېون ویلي، نشا یې یوازې د بالیووډ ډالۍ نه ده، بلکې د ژوند تر ټولو قیمتي پانګه یې ده چې زندهګي یې پرې ښکلې ده.
سنيلېون وايي، که ژوند ورسره ملتیا وکړه او شپېته کلنه شوه او هغه مهال ترې وپوښتل شول چې هندوستان څه ورکړل، نو ځواب به یې دا وي چې د نشا په څېر لور یې ورکړه.
نشا د سنيلېون او د هغې د مېړه ډینل ویبر سکنۍ لور نه ده، بلکې هغه یتیمه ده چې له سړکه یې را پورته کړې او اوس یې د ژوند ښکلا ګرځولې ده.
0 نظرونه