اوس به په کلاشینکوف کې سپرېږو
۴ سنبله ۱۳۹۷ 111640 0 نظر سرخط ورځپاڼه

اوس به په کلاشینکوف کې سپرېږو

 

کلاشینکوف؛ هغه وسله چې شاید ډېر یې د نوم له اورېدو کرکه ولري، حتا خپله د دې وسلې جوړوونکي هم ویلي، که خبر وای چې په لاس جوړه شوې وسله به یې دومره انسانان ووژني، هیڅ‌کله به یې دا تخلیق نه وای کړی.

خو دا ځل دې کمپنۍ بله کارنامه کړې. د روسیې دې مشهورې وسلې جوړوونکې کمپنۍ په لومړي ځل یو موټر جوړ کړی دی.

دا موټر د ۱۹۷۰ کال د Izh-Kombi ماډل دی چې په لیدو یې د هماغه وخت یادونه تازه کېږي، مګر حقیقت دا دی چې دا موټر د اوسنۍ زمانې له هر ډول تخنیک څخه برخمن دی.

کلاشینکوف وېب‌سایټ د دې خبر په خپرولو سره لیکلي، دا موټر برقي دی او په یو ځل چارج کېدو سره ۳۵۰ کلیومټره واټن وهي.

کمپنۍ دعوه کړې چې موټر یې ښکلی، زړه راښکوونکی او نوی ماډل دی او زیاتوي، ژر به په بازار کې ځای پیدا او تر ډېره د خلکو زړونه وګټي.

 

 

سني لېون اوس د بادرنګو پالېزونه ساتي

Jul 30, 2021 29

د هند د اندهرا پردېش ايالت په نيلور ولسوالي کې يوه کروندګر پر خپله پراخه ځمکه د سني لېون لوی لوی عسکونه ځړولي او په دې باور دی چې د بې‌باکه فلمونو دغه ستورې به يې کرونده له بده [...]

عامر خان دويمه ښځه هم خوشې کوي

Jul 03, 2021 29

د هندي سېنما مشهور ستوري عامر خان اعلان کړی دی چې له خپلې دويمې ښځې کرن راو څخه د ژوند لارې بېلوي او طلاق ورکوي.

يوې ۲۵ کلنې ښځې، په يوه وار ۹ ماشومان زېږولي

May 05, 2021 29

د ناداره هېواد مالي يوې پنځه ويشت کلنې ښځې په يوه وار نهه ماشومان زېږولي او ټول يې روغ رمټ نړۍ ته راغلي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې