د کروشیا ولسمشرې بلخ کې له خپلو سرتیرو سره لیدلي
د کرویشیا ولسمشره افغانستان ته راغلې او په بلخ کې یې له خپلو مېشتو سرتیرو سره لیدلي دي.
د کرویشیا رسنیو راپور ورکړی دی چې کلویندا ګرابر کیتاروچیک وړمه ورځ په مزار شریف کې د کرويشیايي سرتېرو پوځي کمپ ته ورغلې وه.
مېرمن کیتاروچیک د خپل هېواد سرتېرو ته ویلي چې افغانستان، جنوب ختیزه اسیا او مرکزي اسیا لا هم له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي چې باید په وړاندې یې مبارزه وشي.
هغې د خپل هېواد سرتېرو ته ویلي چې په افغانستان کې د دوی دنده د دوی د خپل هېواد د امنیت له ساتلو سره مرسته کوي.
دا مهال په افغانستان کې تر سلو زیات کرويشیايي سرتېري د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې دنده مخ ته وړي.
0 نظرونه