د حج په قراردادونو کې ستونزې شته
اسناد ښيي چې دا ځل د حج په قراردادونو کې ستونزې وې چې له امله يې افغان حاجيان له مشکلاتو سره مخ شوي دي .
په یوه راپور کې چې تازه افغان حکومت ته سپارل شوی، ښکاري چې د سعودي د حج وزارت مرستيال انجنير عقاد د افغانستان د حج بعثې او د سعودي شرکتونو ترمنځ شوي قرارداونه د سعودي د حج وزارت له معيارونو سره خلاف بللي دي.
سرچينې دغه راز زياته کړې، ځينو سعودي شرکتونو له افغان بعثې سره له شويو قراردادونو سرغړونې هم کړې دي.
0 نظرونه