د سولې د ولسي حرکت غړي بغلان ته ورسېدل
د سولې د ولسي حرکت غړي بلخ ته د سفر پر لاره د بغلان په خنجان ولسوالي کې دېره دي.
د دې حرکت ویاند بسم الله وطندوست وایي، په خنجان کې یې په یوه غونډه کې ګډون کړی او د سولې او اوربند پر ارزښت غږېدلي.
د سولې د ولسي حرکت غړي دوه اوونی مخکې له کابل څخه د مزار شریف خوا ته په دې مقصد وخوځېدل چې د هېواد ټولو خلکو ته د سولې پیغام ورسوي.
0 نظرونه