د اختر په ورځو کې د کانګو ناروغي۱۴پېښې ثبت شوې
روغتیايي چارواکي وايي، د لوی اختر په دریو ورځو کې، ۱۴ تنه د کانګو په ناروغي اخته شوي او تر اوسه ترې یو تن مړ شوی دی.
په کابل کې د انتاني روغتون سرطبيب ډاکټر مراد مموزی وايي، د دې احتمال شته چې دا شمېره نوره هم لوړه شي.
دی وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال د کانګو وژونکې ناروغي پېښې زیاتې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په درشل کې، د کانګو یا د وینې بهوونکې تبې له خپرېدو اندېښنه ښوولې وه.
0 نظرونه