سرچپه لاروي نړۍ حيرانه کړې
د امریکا یوه اوسېدونکي موسس لینهم نن سبا نړۍ حیرانه کړې.
هغه خپلې پښې ۱۸۰ درجې اړوي او بيا همداسې په خپلو پښو سرچپه ګامونه پورته کوي.
د سرخط په پاڼه کې يې تصویرونه کتلای شئ چې لینهم څه ډول کولای شي چې خپل ګامونه سرچپه کړي.
لینهم په څوارلس کلنۍ کې د خپلو پښو سرچپه کول زده کړل او اوس ورته ډېر خلک مسټر پلاسټیک وايي.
هغه کله کله سرچپه نیکټايي وتړي، کورتۍ هم سرچپه واغوندي او کله چې خپل مزل برعکس پیل کړي، خلک وتښتي چې کوم پېری را راون دی، خو داسې نه ده، بلکې موسس یوازې خپل پښې سرچپه کوي او د شا پر خوا مزل کوي.
0 نظرونه