رنبیر وايي، له عاليې سره تار نه لري
د بالیووډ چاکلېټ بالاخره مجبور شو چې له عالیه بټ سره د خپلې اړیکې په اړه رسنیو ته خوله خلاصه کړي.
رنبیر وروسته له هغه دا خبرې کوي چې په رسنیو او خلکو کې دا اوازه ګرمه شوه چې ګنې هغه به له عالیه بټ سره واده کوي او یا هم ورسره اوس پټه اړیکه لري.
رنبیر له هندوستان ټایمز سره په یوه مرکه کې ویلي، دا ټولې خبرې یوازې افواهات دي او ډېر کله په ډېرو ستورو پسې ورته څرګندونې کېږي چې هیڅ حقیقت نه لري.
رنبیر کپور ویلي، دا ډول خبرې لومړی یوه اوازه وي، وروسته ترې کیسه جوړېږي او بیا په کلونو کلونو د خلکو تر منځ تبادله کېږي، تر دې چې په نړۍ کې هم د دوی د مینهوالو ترمنځ د خبرو اصلي محور ګرځي.
خو رنبیر کپور وايي، ښه دا ده چې اصلي موضوع درک شي او د ستوري د ژوند پر ځای د هغه کار ته وکتل وشي.
0 نظرونه