شېرخان فرنود ومړ
د کابلبانک پخوانى رييس او شريک شېرخان فرنود د باګرام په زندان کې د ورپېښې ناروغي له امله مړ شوى.
يوې دولتي سرچينې ویلي، شېرخان فرنود وړمه شپه د باګرام په زندان کې ساه ورکړې ده.
سرچينې زياته کړه، هغه د زړه او شکرې ناروغي درلوده او ممکن د زړه حمله پرې راغلې وي.
د سرچينې د مالوماتو له مخې، ولسمشر اشرف غني يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د شېرخان له کورنۍ سره يو ځاى دا قضيه وڅېړي.
فرنود د کابلبانک د ډېوالي کېدو له کبله په لس کلن بند محکوم شوی و.
0 نظرونه