د امریکا او پاکستان ناندرۍ زياتې شوې
۳ سنبله ۱۳۹۷ 130346 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د امریکا او پاکستان ناندرۍ زياتې شوې

 

د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او د هغوى پر ضد د اقدام کولو په اړه ناندرۍ زياتې شوې دي.

وړمه ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له‌خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي و، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د پاکستان نوي لومړي وزير عمران ته ټلېفون کړى او هغه ته يې د دندې مبارکي ورکړې.

سرچينې زياته کړې، په دې ټلېفوني اړيکه کې پومپيو له عمران خان څخه غوښتي چې په خپل هېواد کې د مېشتو ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي، ځکه چې د هغه په خبره، د پاکستان دا اقدام د افغانستان سولې لپاره اړين دى.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له‌خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه رد شوې او پرې نيوکې شوې دي.

پاکستان ويلي چې په دې ټلېفوني اړيکه کې د ترهګرو په اړه خبرې نه دي شوې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فيصل له امريکا غوښتي چې خپله خپره شوې خبرپاڼه تصحيح کړي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر نورټ يو ځل بيا د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل چې دوى په خپلې خبرپاڼې کلک ولاړ دي او په ټلېفوني اړيکه کې د ترهګرو ډلو په اړه هم خبرې شوې دي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې