امریکايي پوهنتون خپل دوه استادان غواړي
د افغانستان د امریکايي پوهنتون مشر یو ځل بیا د دې پوهنتون د دوو برمته شویو بهرنيو استادانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د دې پوهنتون د دوو استادانو له برمته کېدو دوه کاله تېرېږي، خو لا هم په دغه قضیه کې کوم پرمختګ نهدی شوی.
د افغانستان د امریکايي پوهنتون مشر ډاکتر کینیټ هالنډ وايي، له روغتیایي درملنې پرته دوه کلن اجباري بند د دغو دوو استادانو د روغتیا د خرابېدو لامل شوی دی.
هالنډ وايي، دغه استادان د حقاني شبکې له لوري تښتول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا حکومت په دې وروستیو کې د دغو استادانو د خوشې کېدو په تړاو د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره یو میلیون ډالر جایزه ایښې ده.
0 نظرونه