ولادیمیر ورونکوف کابل ته راغلی
د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیال او له ترهګري سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د برخې مشر، ولادیمیر ورونکوف په هېواد کې د ترهګري د قربانیانو د درناوي لپاره په کابل کې دی.
د ملګرو ملتونو د سازمان د ترهګري پر ضد د مبارزې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، ولادیمیر ورونکوف به په دې مناسبت په کابل کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له لوري په جوړېدونکي کنفرانس کې هم ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان، بلجیم، عراق، نایجریا او امریکا استازي د ترهګري د قربانیانو په اړه یو نندارتون هم په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې پرانېزي.
0 نظرونه