حکومت وايي، پر ایران اقتصادي بندیزونه پر موږ اغېز نه لري
ارګ وایي، پر ایران باندې د امریکا بندیزونه د افغانستان پر صادراتو او وارداتو کوم لوی اغېز نه شي کولای.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، دا کار ځکه پر افغان حکومت اغېز نه شي کولای چې دا هېواد اوس بهر ته ګڼې نورې لارې هم لري.
ویل کېږي، وروسته له هغه راهيسې چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه کمه شوه، ایران له دوو کلونو راهیسې د افغانستان تر ټولو لوی تجارتي شریک ګڼل کېږي.
0 نظرونه