د لسګونه ميليونه افغانيو په ارزښت چارتراش نيول شوي
د ننګرهار امنيتي ځواکونو د دې ولایت په ښېوې ولسوالي کې د ځانګړیو عملياتو پر مهال د لسګونه میلیونه افغانیو په ارزښت شاوخوا لس زره قاچاقي چارتراش نیولي دي.
دې عملياتو ته د ننګرهار والي، امنيه قوماندان او ځينې نور امنيتي منسوبين ورغلي و چې د دې ولسوالي په بډيالۍ او عبدالخېلو سيمه کې وشول.
د عملياتو پر مهال د ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، وروسته له هغه چې د شکاياتونو اورېدو له ۱۶۰ شمېرې سره د ښېوې ولسوالي خلکو اړيکه ونیوه او د لرګيو د قاچاق په اړه يې مالومات شريک کړل، دوی د عملياتو پلان جوړ کړ.
هغه زياته کړه، د خپلو امنيتي همکارانو په ملتيا يې د ښېوې ولسوالي په مربوطاتو کې عمليات وکړل چې په ترڅ کې يې په مازدا موټر کې ځای پر ځای شوي قاچاقي چارتراش له موټر چلوونکي سره ونيول، خو د چارتراشو اصلي مالک له سيمې فرار وکړ.
هغه له خلکو وغوښتل څو د مشکوکو کسانو، فساد، قاچاق او نورو دولت ضد کړنو په ليدلو دوی ته خبر ورکړي چې بیا دوی يې پر وړاندې اقدام وکړي.
0 نظرونه