امریکا او عربستان بیا د اوربند ملاتړ وکړ
د امريکا د بهرنيو چارو وزير د سعودي له وليعهد سره د راتلونکي لوى اختر پر مهال په افغانستان کې پر کېدونکي اوربند خبرې کړې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د سعودي له وليعهد شهزاد محمد سلمان سره ټلېفوني خبرې کړې او دواړو مشرانو د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان پر امنيت او سولې پروسې هم بحث کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، پومپيو او محمد بن سلمان د راتلونکي لوى اختر پر مهال په افغانستان کې د کېدونکي اوربند په اړه هم بحث کړى او ترې يې ملاتړ کړى دى.
0 نظرونه