درې غوره لوبغاړي پاکستان ته ځي
۲۳ اسد ۱۳۹۷ 108838 0 نظر سرخط ورځپاڼه

درې غوره لوبغاړي پاکستان ته ځي

 

د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په پار ۲۰۰ افغان بایسکل ځغلوونکو په کابل کې ۴۰ کیلو متره لار ووهله او د دې سیالۍ درې غوره لوبغاړي به نن د سیمه‌ییزې سیالۍ د لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

د بایسکل ځغلولو د فډراسیون رییس محمد حسین حمیدي وايي، په دې سیالۍ کې له کابل، بامیان، خوست، میدان وردګو، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، پروان او بغلان ولایتونو څخه ۲۰۰ لوبغاړیو ګډون درلود.

د هغه په خبره، د لوبې ګډونوالو په منظم ډول ۳۰ کیلومټره بایسکلونه و ځغلول او له هغه وروسته یې له قرغې څخه د پغمان ولسوالۍ تر طاق ظفر سیمې ۱۰ کیلو مټره په چټکۍ سیالي وکړه.

په دې سیالۍ کې له کابل نه روح الله نظري او فصېح الله لومړی او دویم مقام او مهدي محمدي له بامیانو څخه درېیم مقام ترلاسه کړ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې