د عامر خان زړه سياست ته تخنېږي
وروسته له هغه چې عامر خان په ځينو سیاسي غونډو کې ګډون وکړ او تر خوا یې څو تصویرونه د هند له لومړي وزیر سره هم خپاره شول، داسې ګنګوسې شوې چې ګنې شاید عامر هم سیاست ته را ودانګي.
اوس د بالیووډ یو شمېر ستوري او کریکټرانو سیاست ته رادانګلي او ځینې یې ان د پارلمان غړي هم دي، خو عامر خان د دې ګنګوسو په اړه تازه څرګندونې کړې دي.
عامرخان تازه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، سیاست ښه برخه ده، د خلکو د خدمت ډګر دی، مګر کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا دی هم سیاست ته راځي؛ عامر خان واضح او روښانه ځواب ور نه کړ.
اوس هندۍ رسنۍ لیکي، د عامر خان له ګونګو خبرو داسې ښکاري چې هغه به هم ډېر ژر سیاست ته راشي.
0 نظرونه