دفاع وزارت طالبان تبلیغیان بولي
دفاع وزارت د وسلهوالو طالبانو هغه ادعاوې چې ګنې د لویو ښارونو د نیولو پلان لري، تش تبلیغات بولي.
د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، طالبان نه شي کولای لوی ښارونه ونیسي.
دی زیاتوي، د مالوماتو له مخې وسلهوالو طالبانو سږ کال د فراه، فاریاب، پکتیا او په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې د سترو حملو پلانونه درلودل چې مخهيې نیول شوې ده.
0 نظرونه