په غزني کې له څلور لوریو عملیات پیل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په غزني کې یې له څلورو لوریو عملیات پیل کړي.
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران وايي، ژر به د همدې عملیاتو په پایله کې د دې ولایت امنیتي وضعیت بدلون وکړي.
په ورته وخت کې د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د غزني په جګړه کې د نږدې سلو امنیتي سرتېرو د شهادت او ټپي کېدو خبر ورکوي، خو زیاتوي، د وسلهوالو طالبانو تلفات د دې درې چنده دي.
بهرامي زیاتوي، په دې نښتو کې نږدې شل تنه ټپیان هم دي.
0 نظرونه