"که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، خلک به يې پر وړاندې ودرېږي"
له پېښوره د کډوالو د سولې غوښتنې حرکت يو ځل بيا له وسلهوالو طالبانو د اوږدمهاله اوربند غوښتنه وکړه.
دوی ټينګار وکړ چې ولس تر وروستي بريده له جګړې ستړی شوی، د سولې خبرو ته تر ډېره زمينه برابره شوې او طالبانو ته په کار ده چې د ولس د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.
د ياد حرکت مشر جرنېل پښتون د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې له ځينو سیمهييز وسلهوالو طالبانو سره يې ناستې کړې او هغوی هم سوله د هېواد اړتيا بللې ده.
پښتون د سولې په برخه کې د حکومت هڅې او د اسلامي نړۍ ملاتړ ستايي او ټينګار کوي چې دې هڅو ته بايد دوام ورکړل شي.
0 نظرونه