کابل کې ځانمرګي برید یو پولیس شهید کړ
په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته نږدې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه یو پولیس شهید شوی او یو بل ټپي دی.
د کابل د امنیه قومنداني ویاند حشمت الله ستانکزی وايي، ځانمرګي چې غوښتل یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته د لاریون کوونکيو په منځ کې چاودنه وکړي، د پولیسو لهخوا تر پېژندل کېدو وروسته ځان ته چاودنه ورکړې او دوو امنیتي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د برید مسوولیت چا نه دی منلی.
0 نظرونه