سوناکشي وايي، خلک نه دي خبر، دا ستره نڅاګره ده
که څه هم سوناکشي ته د فلمونو کمی نه دی او نږدې ډېر فلمونه ورته وړاندیز شوي دي، خو هغې تازه د یوې موضوع په اړه حیرانې ښوولې.
سوناکشي به روان کال په دوو نویو فلمونو "یملا پګلا دېوانه" او "هپي پهر بهاګ جاييګي" کې را ښکاره شي، مګر هغه وايي، له دې سره سره په دې حیرانه شوې ده چې ولې ورته په داسې فلمونو کې د کار کولو وړاندیز نه کېږي چې پکې د ډانس کولو زیات چانس په لاس ورځي.
هغې ویلي، نه پوهېږي چې خلک له دې خبر نه دي چې دا ښه ډانسره ده او که د فلم جوړوونکيو د دې ډانس نه خوښېږي.
هغې ویلي، له مادهوري وروسته خپل ډانس په چا نه ورکوي او تر ټولو ښه ځلېږي.
0 نظرونه