د هرات پولیسو د ځینو قضیو په تړاو ۱۸کسان نیولي
د هرات پولیس په دې ولایت کې د بېلابېلو جنايي جرمونو او ځمکې د غصب په تور د څلورو پولیسو په ګډون د ۱۸کسانو نیول کېدو خبر ورکوي.
د دې ولایت د امنيه قومانداني په خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کسان په بېلابېلو پېښو کې د پولیسو له لوري تر پېژندل کېدو وروسته نیول شوي او تر څارنې لاندې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له نیول شويو کسانو درې موټرسایکل او وسله هم تر لاسه شوي دي.
0 نظرونه