طالبانو پر کندهار او هلمند برېښنا پرې کړې
وسلهوالو طالبانو د خپلو غوښتنو له نه منل کېدو وروسته د برېښنا شرکت ۷ کارګر برمته کړي او پر کندهار او هلمند ولایتونو یې برېښنا پرې کړې ده.
وسلهوالو طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو ته له کجکي بنده ډېره برېښنا او اوبه غوښتې وې.
له هغه وروسته پر کجکي بند د برېښنا د تولید فابریکه درول شوې او خلک په سخته ګرمي کې له برېښنا بې برخې دي.
د کندهار د برېښنا شرکت رییس امان الله فاروقي وايي، وسلهوالو طالبانو له لښکرګاه دوراهي تر سنګین ولسوالي د نویو مزیو د غځولو پر مهال مداخله کړې، د اړوند شرکت ۷ تنه کارګر یې ورسره بېولي او د برېښنا د وصلولو کار نیمګړی پاتې شوی.
هغه زیاته کړه، له هغه وروسته پر کندهار او هلمند برېښنا پرې شوې ده.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
0 نظرونه