حذف شوي نوماندان یې هم نه مني
د ولسي جرګې د ټاکنو له وروستي نوملړ څخه لېرې کړل شوي نوماندان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون شوې پرېکړه نه مني او وايي، دا پرېکړه غیرعادلانه ده.
له ډلې يې فوزیه کوفي او شایسته باز ناصري د یکشنبې په ورځ وویل، له هر ډول سند پرته یې نومونه له نوملړ څخه ایستل شوي دي او په خبره یې، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د جمهوري ریاست په حکم دا کار کړی دی.
جمهوري ریاست بیا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې حکومت د کمېسیونونو خپلواکي ته بشپړ درناوی لري.
0 نظرونه