سعودي له افغانستان سره امنیتي او سیاسي همکاري ډېروي
په کابل کې د سعودي عربستان سفیر وايي، هېواد یې له افغانستان سره سياسي او امنيتي همکاريو ته چمتو دى.
ملي امنیت شورا لیکي، له حنیف اتمر سره په کتنه کې د سعودي عربستان سفیر جاسم الخالدي ویلي، په دې لیدنه کې د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پر ښه والي او پراختیا خبرې وشوې.
سرچینه زیاتوي، د سعودي عربستان سفیر،ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړی چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، سیاسي او امنیتي همکاریو د ښه والي او دوام په موخه یې هېواد هر ډول همکاریو ته چمتو دی.
د سرچینې له قوله، په ورته وخت کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي، د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پراختیا د ټولو افغانان هیله ده او په بېلابېلو برخو کې یې د سعودي عربستان د همکاریو د دوام څخه مننه وکړه.
0 نظرونه