کندوزیان له خپلسرو وسلهوالو تر پوزې راغلي
د کندوز د امام صاحب ولسوالي اوسېدونکي وايي، دوی د خپلسرو وسلهوالو له زور زیاتي او وهلو ډبلو نور تنګ شوي دي.
د کندوز د امام صاحب ولسوالي یو شمېر اوسېدونکيو رسنیو ته ویلي، دوی د نامسوولو وسلهوالو له بېځایه ځورونو، وهلو ډبلو، باج اخیستنې، چورچپاول او خپلسریو تر پوزې راغلي دي.
د دوی په خبره، دوی څو ځلې د ولسوالي او د ولایت مقام چارواکیو ته خپلې عریضې او شکایتونه وړاندې کړي، خو تر اوسه یې چا غږ نه دی اورېدلی.
دوی د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو غږ کوي چې ډېر ژر د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
0 نظرونه