لوی اختر بله سهشنبه دی
د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان کړى چې وړمه شپه د ذي الحجې مياشت ليدل شوې او لوى اختر به د راتلونکې سهشنبې په ورځ وي.
د سعودي دولتي اژانس واس لیکلي، د عربستان په بېلابېلو سيمو کې مياشت ليدل شوې او سترې محکمې د ګڼ شمېر شهادتونو په اساس د مياشتې د ليدلو اعلان کړى دى.
دغه راز د زمري ٢٩مه، به د عرفې ورځ وي او مسلمانان به د حج ستر رکن وقوف عرفات تر سره کوي.
0 نظرونه