د هند بيزوګانو سړي تښتونې پيل کړې
دلته به تاسې د ځينو لنډغرو او غلو د سړي تښتونو په اړه اورېدلي وي، خو دا به مو تر اوسه نه وي اورېدلي چې بيزو دې هم څوک وتښتوي.
تازه کیسه دا ده چې د هندوستان په کرناټک کې یوې بيزو د یوه ماشوم د تښتولو هڅه کړې ده.
هندي رسنۍ لیکي، دې بيزو منډې وهلې او وروسته یوه کور ته رسېدلې.
له هغه ځایه یې ماشوم پورته کړی او هغه مهال چې غوښتل یې له ځان سره يې یوسي، د ماشوم مور لېدلې او نور خلک هم پرې راټول شوي دي.
وروسته خلکو هڅه کړې چې ماشوم له بېزو وژغوري، خو هغې ماشوم کلک نیولی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې ورڅخه وا يې خلي.
تر دې چې کله به هم خلک ماشوم ته نږدې شول، بيزو به برید پرې وکړ او بېرته به یې شا ته کړل.
خلکو فکر وکړ چې شاید بيزو وږې وي، خواړه یې ورته راوړل، خو بیا یې هم توبه و نه ايسته.
وروسته یو هلک د بېزو لکۍ ته لاس کړ او کله چې هغې ټوپ کړ، خلکو هم په منډه ماشوم را پورته کړ او د بيزو له شره یې خلاص کړ.
دا وېډیو په ټولنیزو رسنیو هم خپره شوې ده چې ډېرو خلکو لیدلې ده.
0 نظرونه