پريټي تر لس کلن ځنډ وروسته بيا وځلېده
شاید د ایپيایل په لوبو کې به مو د هندي سېنما ښايستوکې فلمي ستورې پریټي زینټا ليدلې وي چې څنګه ښکاري، خو دا به یوه پوښتنه پاتې وي چې دغه ستورې به د سېنماوو پر پردو د نه راښکاره کېدو تر لس کلن ځنډ وروسته اوس څنګه ځلېږي وي.
له دل سې فلم څخه مشهوره شوې دغه ستورې نږدې لس کاله وروسته یو ځل بیا په یوه فلم کې را ښکاره شوه.
د دې فلم نوم بهاي جي سپر هټ دی او هغې یې اعلان له یوه تصویر سره په خپل ټویټر خپور کړی دی.
پریټي لیکلي، فلم به یې د اکټوبر په نوولسمه نېټه نندارې ته وړاندې شي.
دا یو کامېډي فلم دی چې پریټي پکې لوبېدلې او ورسره ارشد وارثي، شریاس تلپړې او امیشا پټیل هم کار کړی دی.
0 نظرونه