د يو درځن قاچاقبرو دوسيې عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوې
تېره اوونۍ د نشهيي موادو د قاچاقو په تور دوولس دوسيې د څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوې دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد وايي، دا دوولس کسان چې د افغانستان د پنځو ولایتونو اوسېدونکي دي، د نشهيي موادو په نهو پېښو کې نیول شوي او له دوی سره شپږ کیلو ګرامه هیرويين، ۲۳ کیلو ګرامه تاریاک، ۱۹۵کیلو ګرامه چرس، ۱۴ زره کیلو ګرامه خاشخاش، ۱۱۵کیلو ګرامه شیشه، ۷۰۴ لېټره الکولي مشروبات او ۴۷ ټابلېټ K ګولۍ هم نیول شوې دي.
0 نظرونه