د پاکستانیانو په ګډون ۲۲ وسلهوال وژل شوي
د هلمند او ننګرهار چارواکي وايي، په دې ولایتونو کې د جګړو پر مهال د پاکستانيانو په ګډون ٢٢ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، امريکايي ځواکونو د ګرشک ولسوالي په مربوطاتو کې د طالبانو پر مرکز هوايي بريدونه کړي دي چې په پایله کې یې ١٤ پاکستاني طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې لهمنځه تللي دي.
د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي بیا وايي، د ملي امنيت رياست له لوري د دې ولايت په شېرزادو ولسوالي د شپنيو عملياتو پر مهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
0 نظرونه