د ځای او برېښنا نه شتون؛ د پانګهوالو لویې ستونزې
د پکتيا پانګهوال او سوداګر وايي، د دې ولایت په مرکز ګردېز کې د صنعتي پارک لپاره د ځمکې او د برېښنا نه شتون له کبله یې فعالیتونه له خنډ سره مخ دي.
دوی وايي، اوسمهال له جنراټوري برېښنا ګټه اخلي، په شخصي او د استوګنې په ځايونو کې بېلابېل خوراکي او غيرخوراکي توکي توليدوي.
دا پانګهوال وايي، د برېښنا او مناسب ځای نه شتون يې د کار د ښه والي او پراختيا په مخ کې خنډ دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي، په کور دننه یې د تولیداتو وده او له خپلو تولیداتو ګټه اخیستل د کارونو په لومړیتوبونو کې ځای لري.
0 نظرونه