په بغلان کې ۱۶ سرتېري شهیدان شوي
د بغلان امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د شپاړسو سرتېريو د شهادت خبر ورکوي.
سرچینې وايي، وسلهوالو طالبانو د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالي په انګور باغ سیمه کې پر افغان ځواکونو ډلهییز برید کړی چې له کبله یې سخته نښته شوې.
سرچینه زیاتوي، په دې نښته کې د ملي اردو نهه سرتېري او اووه پولیس شهیدان شوي او دوه سرتېري نور ټپیان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
0 نظرونه