ځينې ناپوهې مېندې ماشوم ته شیدې نه ورکوي
د بدخشان روغتیايي چارواکي وايي، ځينې کورنۍ د مور شيدو د ګټو په اړه د نه پوهاوي او غلطو رواجونو له امله ماشومانو ته شيدې نه ورکوي.
د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیاله نوشین ګهر په فیض اباد کې ماشومانو ته د مور شیدو ورکولو اوونۍ په نمانځغونډه کې وویل، ماشومانو ته د مور شیدو نه ورکول د خوارځواکۍ یو علت دی.
هغې زیاته کړه، د روغتیايي کاروکوونکيو له نظره یادې خبرې ته د کورنیو نه پاملرنه د اندېښنې وړ مسله ده او په بدخشان کې تېره یوه میاشت د خوارځواکۍ ناروغي شاوخوا ۴۰ ناروغان ولایتي روغتون ته ور وړل شوي دي.
0 نظرونه