د ځای او برېښنا نه شتون؛ د پانګه‌والو لویې ستونزې
۲۰ اسد ۱۳۹۷ 121092 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د ځای او برېښنا نه شتون؛ د پانګه‌والو لویې ستونزې

د پکتيا پانګه‌وال او سوداګر وايي، د دې ولایت په مرکز ګردېز کې د صنعتي پارک لپاره د ځمکې او د برېښنا نه شتون له کبله یې فعالیتونه له خنډ سره مخ دي.

دوی وايي، اوس‌مهال له جنراټوري برېښنا ګټه اخلي، په شخصي او د استوګنې په ځايونو کې بېلابېل خوراکي او غيرخوراکي توکي توليدوي.

دا پانګه‌وال وايي، د برېښنا او مناسب ځای نه شتون يې د کار د ښه والي او پراختيا په مخ کې خنډ دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي، په کور دننه یې د تولیداتو وده او له خپلو تولیداتو ګټه اخیستل د کارونو په لومړیتوبونو کې ځای لري.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې