د پريانکا له کوژدې د بسوګۍ واده جوړېږي
تېره اوونۍ د هندي سېنما فلمي ستورې پريانکا چوپړا له امريکا څخه د راګرځېدو پر مهال د نک جونز له خوا د کوژدې ورکول شوې ګوتمۍ پر هوايي ډګر وکښه او رسنيو ته يې وښوده چې له هغه سره يې کوژده ختمه شوې، خو اوس جونز بل څه وايي.
جونز وايي، د اګسټ په لومړۍ نېټه يې په سنګارپور کې د یوه کنسرټ پر مهال بیا له پریانکا سره کتلي او دواړو پرېکړه کړې ده چې په همدې میاشت کې به هند ته ولاړ شي او هلته به له پریانکا سره کوژده وکړي.
تر ټولو جالبه لا دا ده چې پریانکا د همدې اړیکې لپاره فلمونه پرې ايښي، له بالیووډ سره یې اړیکې خرابې کړې، خو بیا هم د دې اړیکې په اړ چوپه خوله ده.
له هغې په ټولنیرو رسنیو کې هره ورځ پوښتل کېږي چې حقیقت څه دی، خو پریانکا یو دوه نه کوي.
مګر برعکس جونز وايي، روانه میاشت یې له پریانکا سره ګډ ژوند پیلېږي.
0 نظرونه