د ډنمارک نجونې د حجاب په ننګه راووتې
په ډنمارک کې د ښځو پر حجاب بنديز لګېدلی دی او که کومه نجلۍ يا ښځه په داسې حال کې ونيول شي چې حجاب يې کړی وي، نه يوازې جريمه کېږي، بلکې زندان ته بېوله کېږي.
په دغه هېواد کې ځينو مسلمانو نجونو تر دې وړاندې قصدا حجابونه کول او بيا به د پوليسو مخ ته ورتلې او هغوی به نيوې، خو تېره ورځ کيسه بل ډول وه.
د ډنمارک ځينو موډل نجونو چې تر دې وړاندې به يې د بېلابېلو جامو او فېشني توکيو موډلونه نندارې ته وړاندې کول، د خپل هېواد د مسلمانو نجونو د ملاتړ په خاطر حجابونه اغوستي دي.
دوی په همدې حجابونو کې ښار ته راوتلې او عجيبه دا ده چې پوليسو د نيولو پر ځای د ګلو ګېډۍ ورکړې دي.
اوس هلته ګنګوسې دي چې ښايي په دې توګه پر حجابونو لګېدلي بنديزونه ايسته کړل شي.
0 نظرونه