ولسمشر همکاري غواړي
ولسمشر له بېلابېلو اړخونو د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې د همکاري غوښتنه وکړه.
ولسمشر غني وايي، له مدني ټولنو، علما کرامو او ښځو غوښتنه کوي چې د دې پديدې پر وړاندې په مبارزه کې برخه واخلي، ځکه د ده په خبره، د فساد پر وړاندې مبارزه د يوه کس کار نه دى، بلکې د يوه بنسټ او ملت کار دى.
ولسمشر زیاتوي، شفافيت يو ملي او ضروري تعهد دى، ځکه د څو کسانو په خاطر بايد ټول ملت په اداري فساد تورن نهشي.
0 نظرونه