طالبان په غزني کې مات شول
د غزني چارواکي وايي، پر دې ښار د وسلهوالو طالبانو پراخ بریدونه په شا تمبول شوي او اوس دا خطر په بشپړه توګه لهمنځه تللی دی.
چارواکي وايي، هلته امریکايي ځواکونه هم میدان ته راغلي او هوايي بریدونه یې کړي.
دوی وايي، شاوخوا ۱۵۰ وسلهوالو ته مرګ ژوبلې اوښتې او نږدې لس سرتېري هم ټپيان شوي دي.
خو طالبان بیا دا ادعا نه مني.
0 نظرونه