د افغان حاجيانو د لېږد پروسه بشپړه شوه
د ارشاد حج او اوقافو وزارت وايي چې سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د لېږد پروسه پرون بشپړه شوه.
د دې وزارت د اړيکو او اطلاعاتو رييس ناصر الدين دريځ وايي، د زيارت کوونکيو وروستۍ الوتنه پرون تر غرمې مخکې له کابل څخه جدې ته ولاړه او له دې سره دا پروسه بشپړه شوه.
د هغه په خبره، شاوخوا ٣٠ زره زيارت کوونکي په ٥٢ الوتنو کې مدينې منورې او ٤٩ الوتنو کې جدې ته د کام ايیر خصوصي شرکت لهخوا لېږدول شوي دي.
دريځ وايي، دوى د کابل له حامد کرزي، د کندهار، مزار شريف او هرات هوايي ډګرونو څخه لېږدول شوي دي.
0 نظرونه