سياسي ګوندونو حکومت ته دوه اوونۍ وخت ورکړ
سياسي ګوندونو او جريانونو د يوې غونډې په ترڅ کې حکومت ته په ټاکنو کې د اصلاحاتو او د روڼتيا د ضمانت ورکولو لپاره دوه اوونۍ وخت ورکړ.
د بېلا بېلو سياسي ګوندونو او جريانونو د مشرانو او استازيو غونډه پرون په کابل کې جوړه شوې وه چې په پای کې يې يوه اعلاميه خپره کړه.
په اعلاميه کې راغلي، دوی د ملي يووالي حکومت مشرانو او ټاکنيزو کمېسيونونو ته يادونه کوي چې د دې اعلاميې تر خپرېدو وروسته په راتلونکيو دوو اونيو کې دې د ټاکنو د روڼوالي د تضمين لپاه هر اړخیز اقدامات وکړي.
په ياده اعلاميه کې ګواښ شوی، که چېرې حکومت او ټاکنيز کمېسيونونه د يوې ملي پروسې په توګه د ټاکنو روڼوالي لپاره په ياده شوې موده کې کوم اقدام و نه کړي، سياسي ګوندونه او جريانونه به د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې پر نورو لارو چارو غور وکړي.
0 نظرونه